دامریکی مخ په ډوبیدواوپه ورکیدو امپرطوری !
ژبارونکی : عزیزاحمد خوارمل ژبارونکی : عزیزاحمد خوارمل

 

 

دانټرنیټ دفارسی منابعوڅخه

 

دڅیړنو اوشننوڅخه ښکاری   چې دامریکی دمتحده ایالاتوامپراطوری دډوبیدواودله منځه تلوپه  حال کې دی او په دی نږدی راتلونکی کې به دغه امر راڅرګنده شی ،ځکه داسیایی هیوادونوورځ ترورځه پرمختګ  اوبدلونونه په بیلابیلو برخوکښې ددی ښکارندوی دی چې داسیایی هیوادونوله ډلی نه خصوصآ دچین اوهندوستان دهیوادونومطرح کید ل په نړیواله کچه دیوستررقیب  اوځواک په توګه ډیر دپخوانه پیل شوی دی  .
په ډیر ځیرسره دچین اوهنددهیوادونوګړندی ترقی اوپرمختګونه په مختلفوبرخوکښی  اودهغه جملی نه په اقتصادی برخوکښی اودامریکی دهیواددپرمختګ پڅوالی ،سستوالی اووروسته پاته کیدل یې ښه مثال دی ،له همدی کبله هیڅ دشک اوتردیدته ځای نسته چې داهیوادونه (چین اوهند) په راتلوونکی لسیزه کښې دنړیوال ځواک په توګه رامنځته شی .  
دامریکی دمتحده ایالاتو یوشمیرلیکوونکی ددی موضوع په هکله یې لیکني کړی دی دمثال په توګه "جيم هوگلند" په دی اړه یې داهسی لیکلی دی .

په اوس مهال کې دنړیوال ځواک دترازوپله داسیا دځواکمن کیدوپرلوردبدلون په حال کې دی   . 
له همدی کبله اسیا به په یوویشتمه (۲۱) مه پیړی کې پرنړی باندی واکداره شی،هم هغسی چې مخکې دامریکی متحده ایلات اواروپا پرنړی باندی ځواکمنان وو.

دهوګلنددویلوپربنسټ دچین اودهنددهیوادونو پراخه اوپه لوړه کچه پرمختګونه اوپه اقتصادی چاروکی پرمخ تلل دچین هیوادیې دنړی دیوسترصنعتی هیوادپه توګه راڅرګنده کړی دی چې همدااوس دیو  تاریخی پرمختګ کوونکی ځواکمن او دنړی دلارښود په څیر عملآ راپیل شوی دی . 

ددی بل مثال څخه هم داهسی راڅرګندیږی چې دهندد"متال استيل " دشرکت خاوندچې یوهندی ملیارد ډردی او"لاکشمي" نومیږی اودغه کمپنی دهالنددروتردام په ښارکی موقعیت لری،تیرکال یې داروپاد"ارسيلور" کمپنی چې داروپادخوارستروکمپنیواوشرکتونوڅخه دی او په نړیواله کچه داوسپنی دیوسترتولیدکوونکی کمپنی له جملی څخه  شمیرل کیږی،د (۳۲)-دودیرشوملیارډوامریکایې دالرو په بیعه ّ ددی کمپنی په سلوکښی د۳۴%څلوردیرش فیصده برخودرانیولو وړاندیزی یې وکړ،ده د(متال استیل )دارسیلورپه رانیولو  سره ددی موخی دلاسته راوستلو په خاطرچې دنړی لس فیصده- ۱۰%فولادتولیدکړی اوځان دنړی دفولادویوسترتولیدکوونکی اونامتوشخص وپیژنی ،دی کارته  ادامه ورکوی .له دی کبله دمتال استیل دشرکت دغه پیل  چې دارسیلورکمپنی یې رانیول نوپه اروپا اواسیا کې دهغه  دواک اوځواک  درامنځته کیدوسبب شو  .        
همدارنګه دمتال استیل کمپنی زیارویست چې داروپایوشمیربی واکه اوضعیفه شرکتونه اوکمپني او دنړی دنوروسیمو همدغسی شانته شرکتونه اوکمپني رانیسی اودهغو دنوی جوړه ونی اوبیارغاونی کارته پراختیاورکړی چې دغه کړنی دجرمنی د"تيسن گروپ" دفولادجوړه ولودشرکت په مرستی سره هم ترسره شو. امریکایی لیکوونکی جيم هوگلندپه اشاری سره،داقتصادی جګړی په هکله دنړی دپخوانی واکدارانواواوسنی رامنځته سوی اودرامنځته کیدوپه حال کی واکدارانوترمنځ  چې غواړی په راتلوونکی کې  واکمن دی پاته شی اودځواکمن کیدودلاس ته راوړلودپاره هڅي کوی اوهمدارنګه دجګړی دپدیدی اودنظامی واکمنی په هکله چې  دهرهیوادپه سیاست کې مهم اوپړیکړنده ګڼل کیږی اوزیار باسی  ترڅوچې دنړی  دهیوادونوپه منځ کې ټاکلی  ځای  ولری،ده په  دی هکله داهسی ولیکل :دامریکی متحده ایالاتوهڅه یې وکړ اووکولای شوای  چې دشمالی اتلانتیک (ناتو) اروپای غړی په  لتونی کې په ۲۰۰۶ م کال دنوامبرپه میاشتی کښې د ((ریګا)) په کنفرانس کې سره راغونډ کړی .اوداسترلیا،جاپان اوسویلی کوریا دهیوادونوڅخه یې هم ودی  نظامی پیمان ته دراګډیدواو دیوځای کیدوبلنه وشول .         دهندهیواداویوشمیرنوراسیایی  هیوادونه به هم په راتلوونکی کې دغسی وضعیت به پیداکړی .دمتحده ایالاتوسره دا سوچ شته  چې دنړیوال ګړندی پرمختګ په سیوری کښی چې دامریکی دائتلاف دباندی دنویو واکدارانوپه ګته درامنځته کیدوپه حال کې دی دواشینګتن پخوانی ائتلافونه چې  دیوشمیر هیوادونوسره  جوړشوی وه دنړی دنوی واکدارانوپه راتګ سره بی ګټی وي اودغه پرمختګونه به پخوانی ائتلافونه دګواښ سره مخامخ کوی،دغه نوی واکداران به هڅه اوزیارباسی ترڅوداقتصادی نړیوالو فعالیتونود پراختیاله لاری خپل واکداری پرنړی باندی دخپلوګټودپاره رامنځته کړی   .             

داپه داهسی وخت کښی دی چې یوشمیرلیکوونکی په دی باور دی چې دامریکی دپرمختګ ارقام اوشمیر په مختلفواقتصادی برخوکې ددی هیواددپخوانیو کړنوسره په مقایسه کښی اوهمدارنګ دنویواقتصادی ځواکونودلاسته راوړنوسره په مقاسیه کښی مبالغه آمیزه دی . 

ددغه مبالغه آمیزوارقامواوشیمرنوله جملی څخه     کولای شو چې د"ديويد بروکس و لیکنواومقالي ته چې په دی هکله یې  لیکل دی  اشاره وکړو،ده ددی موضوع پربنسټ "په هرالد تريبيون " کې ولیکل :

امریکائیان همدارنګه دکاردتایم اوکاری ساعتونواو وخت له کبله دنړی دفعالوکسانوڅخه شمیرل کیږی او په نړیواله کچه ډیرزیات تولیدات لری اوبرسیره پرهغه دامریکی متحده ایالات دتولیدپه برخه کی اوهمدارنګه دصنایعو په برخه کې ترټولوهیوادونوپرمختګ لری ،او  پرمخته تللی تولیدات هم دتیری پیړی په(۹۰) نه وی یمه لسیزه کښی  بی حده ډیر وو.       

دبروکس دلیکنی  پربنسټ ، په مجموع کې دنړی په پانګه اچونی کې دپلټنی  او پراختیا په هکله دامریکی متحده ایالات په سلوکښی څلوښت فیصده ۴۰
% په خپل لاس کې یې لرل ،په همدی ډول په ۲۰۰۶ میلادی کال کښی ددی هیواددپلټنی پانګه اچونه دنړی داوو(۷)نوروصنعتی هیوادونوڅخه ډیرتره وو.

بروکس په دی  باوری دی ،چې امریکا همدارنګه  پرنړیوال اقتصادباندی لوړوالی یې درلودلکه څرنګه چې په  (۱۹۷۱) م کال کې دامریکی ناخالص ملی تولیدپه سلوکښی د( ۳۰)دیرشوڅخه بیا په سلوکښی تر( ۵۲)دوپنځوسوپوری  ورسیدی چې دنړی اقتصادیې  جوړه وه،اودغه شمیرنه اوارقام دا اوس په سلوکښی د( ۳۰ )دیرشوڅخه نیولی بیا په سلوکښی تر ( ۷۴ )څلوراویاووپوری زیاتوالی یې موندلی دی  .       
بروکس دامریکی دزده کړی پرنظام باندی باورمنداوعقیده مند دی چې دنړی د(۳۰)دیرشونامتو اولوړترینه پوهنتونونوڅخه (۲۲) دوه ویشت یې دا اوس په امریکی کې شته دی .  دی همدارنګه دغه ډول زده کړي دامریکایی شرکتونواودکمپنیووکارمندانو اووکارګرانوته ښه    فرصت بولی  .       

دا په داهسی مهال کی دی چې ملګروملتونوپه دی وروستیوکښې په خپل  ګزارش کې چې ددی سازمان لخواخپور شو دامریکی هیوادیې وروسته ترسنګاپوراونیوزلندنه  دکاراواوپانګی اچونی په برخه کی  اوهغه ستری   مرستی چې په دی اړه ضرورته ورته شته دی اوددی هیوادلخواترسره سوی دی دریم ځای یې ورته ورکړ ،اودامریکی اقتصادوروسته دفنلنددهیوادداقتصادنه په نړی کې دوهم ځای یې په اقتصادی سیالیوکښی ترلاسه کړی دی  . 
دا چې (دیویدبروکس ) نامتولیکوونکی په پریکړنده توګه دامریکی اقتصادی پرمختګ یې په مختلفوبرخوکې څیړلی دی ،مګرهغه دامریکی دهیوادداوسنی واک اصلی او  رښتینی څیره یې څیړلی نه  دی اوبربنډه کړی یې نه دی  ،ځکه دهیوادونو واک یوازی دهیواددپانګی اوبانکی ‌ذخیری میزان هم په داخلی اوباندنی برخوکښی سره یوځای سنجول کیږی .           
ډیرهیوادونه سته دی چې په مختلفوبرخوکښی پرمختګ یې کړی دی  مګرزیاتره یې دخپلوتولیداتومصرف کوونکی دی اونړیوال  بازارونه  په خپل واک  کې  نه لری  اوحتی دغه  هیوادونه  کله،کله دهغه مازاده څخه  چې دراتلوونکی لپاره یې  راغونډکړی دی  له هغه څخه هم کار اخلی چی په وروستنی نتیجه کښی ددی کارپایله  منفی دی  .   دغه مسئله دلویوهیوادونوپه هکله نسبت دنوروکوچینیوهیوادونو په پرتله ډیر تره لیدل کیږی نوله دی کبله هیڅوک له دی څخه انکارنه شی کولا ی چې دامریکی هیواد په نړیوال اقتصادکې ډیربرخه لری اوپه اقتصادی سیالیوکښی دپرمختللی هیوادپه توګه پیژندل کیږی اودنظامی واک له کبله هم دنړی ستراولمړی هیواد دی ،په همدی ډول ډیره مهمه مسئله دا دی چې ددغه واک دلاسته راوستلوپه بدل کې او دورکولوپرځای به په کوم  قمیت اوبیعه باندی به رامنځته شی  ؟

دامریکی دغه اوسنی مقام دیو زبرځواک په توګه په نری  کښې ددی سبب کرځیدلی دی  چې دغه هیوادخپل د سیاسی اونظامی فعالیتونولمنه  پراخه کړی اودنړی مختلفی سیمی په کښی راګډ کړی  او په  دی ډول ددغه مسئلی د ښه سر ته رسولو  دپاره ،ولوی یې بودجې اووډیروپیسوته   اړتیا شته اودغه واک یوازی دامریکی دی اوبس ،چې په بعضی برخوکښی  داهسی کړنی ددی سبب ګرځیدلی چې  امریکی  هیوادپه نړی کې دپراخه سیاسی اونظامی فعالیتونوله کبله  ګټه ترلاسه اوترسره کوی،چې  صرفآدیو ه شی نه ډیر اوډیرتره وی ځکه چې هغه  ترلاسه شوی  لږه ګته ،اودغه ډول  نابریالی  اوناکامه فعالیتونه  دامریکی دزبرځواکی دپاره منفی  اغزی لری   .

 دنوولسمی(۱۹) می پیړی په نیمایې کې اودشلمی پیړی په لمړی پړاوکې دامریکی دپرمختګونواصلی اوبنسټیز خبره په دغه موده کښی دا ووچې دامریکی هیواد دنړیوالومسئایلوڅخه  ګوښه وو اودغی مسئلی  ددی سبب وګرځیدی چې  په نړیوالومسيایلوکښی دامریکی هیواد لاسه وهنه ونکړی  او دامریکی ملی سرمایه اوپانګه  مصرف نه شی  ،لکه نوري  امپراطوری چې  په اروپاکې یې  دغه کړنی ترسره کول  .

همدارنګه دغه مهمه مسئله همدا اوس دچین اودهنددهیوادونودپاره رامنځته کیږی چی زیار باسی دامکان ترپلی دنړیوالومسئایلو څخه ځان لیری وساتی اودخپلوټولوملی شتمنوپه ساتنی سره چې هرکال هغه راټول وی اوراغونډه وی  اوهڅه اوهاندلری چې په پوره توګه دپرمختګونوولوړپړاوته ورسیږی هغه کارچې دامریکی هیواد هغه یې ډیرپخواترسره کول،دغه مسئله ددی سبب ګرځی چې راتلوونکی دچین اودهنددهیوادونوپه ګټه اودامریکی دهیوادپه تاوان دی وی . هم هغسی چې دشملی پیړی په لمړی پړاوکې دامریکی په ګته رامنځته سواوداروپا په تاوان صورت وموند.

"محمدحسن هیکل" دمصر دهیوادنامتولیکوونکی په خپل کتاب کې  چې د" امريکی امپراتوري اوپر عراق باندی یرغل" نومیږی په خپل دغه کتاب کې داهسی یې لیکلی دی : " امپراطوریان کټ مټ لکه انسانان دی :دکوچینوال پړاویې ځانګری دپرمختګ اودلوی یدو پړاودی اود نوی ځوانی اودځوانی په پړاوکې زیاراوهاندباسی  ترڅودخپل تلاښ په راټولوکې دخپل واک دزیاتیدلودپاره په مختلفوبرخوکښی خصوصآ په اقتصادی اونظامی برخوکښی په ژوره توګه غواړی چې خپل واک لوړکړی او مخته یې بوزی ،اووروسته دترقی اوپرمختګ پړاورارسیږی ترڅوځان پرهغه ځواک اوواک باندی وموښلوی اوځان تکیه کړی  چې هغه یې دنوی ځوانی اودځوانی په پړاوکې لاسته راوړی دی او دیو زبر ځواک په ډول خپل رول ولوبه وی .        

اما بالاخره دسپین ژیرتوب اودوروستی عمرپړاورارسیږی چې په دغه پړاوکی دامپراطوری دله منځه تللوعوامل زیاتیږی اووروسته له هغه نه  مرګ رارسیږی هم هغسی چې هرانسان مری . "،نو دامریکی دامپرطوری مخ  په ډوبیدواوپه ورکیدو دوران  رانږدی سویدی  . /   

        

 

 

 


August 19th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی